په دې ښووځي کې تاسو د جرمني ژبې بشپړ او معیاري درسونه په خپله مورنۍ ژبه زده کولائ شئ
(A0 A1 A2 B1) مونږ تاسو ته د هرې کچې کورسونه چمتو کړي لکه
همدا اوس د خپلې خوښې په کورس کې داخله وکړئ او د خپلې جرمني ژبې مهارت ته مو وده ورکړئ



درسونه په پښتو ژبه دي


مونږ ستاسو لپاره ټولې کلمې، اصطلاحات، مغلقې جملې او ګرامرونه په پښتو ژبه ژباړو او تشریح کوو.

هروخت کولائ شئ درس ووایئ


تاسو په خپله خوښه درس ویلئ شئ ځکه چې په اونۍ کې ۷ ورځې او په ورځ کې ۲۴ ساعته درسونو ته لاسرسی لرئ


د هر کورس په آخر کې سند ترلاسه کوئ


تاسو د هر کورس په اخر کې ټیسټ ورکوي او وروسته له هغه څخه یو سند ترلاسه کوئ چې تاییدوي چې تاسو په پریالیتوب سره دا کورس پای ته ورسوه

د ښوونکي پیژندګلوي


زه محمد ظریف سنګر یم. د لیسانس تر کچه مې زده کړې کړي. د پهنتون له وخت څخه مې هیله دا وه چې یوه ورځ په پهنتون کې د ښوونکي مقدسه دنده ترلاسه کړم او وتوانیږم چې نورو ته یو څه ورزده کړم. له بده مرغه د سیاسی بدلونونو له وجهې کډوال شوم. په آلمان کې مې د جرمني ژبې زده کړې پیل کړې د کورس تر څنګ مې په یوټیوب کې هم درسونه تعقیبول خو یوه لویه تشه چې ما احساسوله هغه په پښتو کې د جرمني ژبې د درسونو نشتوالی وو

له ځان سره مې دا پریکړه وکړه چې زه به جرمني ژبه زده کووم او وروسته به په پښتو ژبه د همدې ژبې تدریس کوم او دا تشه به ډکوم

له تیرو ۲ کلونو راهیسی زه خپل دې هدف ته رسیدلی یم او په پښتو کې مې د جرمني ژبې یو داسې آنلاین ښوونخی رامنځته کړی چې په انلاین نړی کې دې ډیرو معتبرو ښوونځیو په څیر په معیاراتو برابر او ټوله نړۍ کې د لاسرسی وړ ده

پر یوټیوب ، ټیکټاک، او فیسبوک د جرمني ژبې په درسونو عمومي خپرونې خپروم او پر ویبسایټ او اپلیکشن کې د هرې کچې لپاره خاص کورسونه وړاندې کوم. او دا هرڅه زما د مور او پلار د دعاګانو او ستاسو محترمو هیوادوالو د هڅونې له برکته پر مخ روان دي.

زه غواړم چې لومړی په خپل ژوند او بیا ستاسو په ژوند کې مثبت تغییر راولم. زمونږ د کورسونو په تعقیبولو او د خدای ج په یارۍ سره به وتوانیږئ چې په آلمان، اتریش او سویس کې خپل ځان لپاره د تحصیل، کار، او ښه ژوند زمینه برابره کړئ

ښاد او بریالي اوسئ